اسلام آباد ۔ 22 اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د كورونا په ضد هڅو كښې د پوځ كردار ډېر مهم دے۔ د روژې مياشت كښې كه مونږ د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه نو كورونا به ډېره كمه خپره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (این سی او سی) كښې میډیا ته بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د اېن سي او سي دورې په موقع بريفنګ وركړې شوے۔ ده ووئيل راروانې 3 څخه 4 اونۍ پاكستان لپاره سختې دي۔ مونږ ټولو له به په احتياطي تدبيرونو عمل كول وي۔ د كورونا وباﺀ څخه بچ كېدو له خبرتيا ډېره ضروري ده۔ ده ووئېل كه د روژې مياشتې كښې مونږ د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه نو كورونا به ډېره كمه خپره شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د كورونا ځپليو كښې 2156 وګړي جوړ شوي۔ ده ووئيل د روانې مياشتې تر پايې به د ورځې په بنياد د 20 زره ټېسټونو كولو صلاحيت ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر ته سېنټر كښې د كورونا په اړه بريفنګ وركړے شوے كوم كښې چې د سباؤن تګلارې په اړه وئيلې شوي ولې چې په دې قامي هڅه كښې د پوځ كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل سول او ملټري خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جموں و کشمیر د روغتيا وزيرانو يوه كمېټي جوړه كړې شوې ۔ دوي ټول به په يو پلېټ فارم كار كوي۔