اسلام آباد ۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د بشري حقونو وزارت كورونا وائرس څخه حفاظت او ذهني صحت له ګائيډ لائنز جاري كړي دي۔ د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورونا وائرس دلاسه د رامخې ته شوي اضطراب كېفيت ختمولو له وګړي مهم كردار ترسره كولې شي۔ د ګائیډ لائنز له مخې په دې چاپېرچل كښې دې خپل ځان سره سره د نورو ژوند كوؤنكو خلقو د ذهني او نفسياتي خېر ښېګړې خيال وساتلې شي۔ دروغ او بې بنسټه خبرونه دې خپرولې نه شي۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې كه كوم وګړې كوم ډول تشدد سره مخ وي نو د هغه په اړه دې د وزارت په هېلپ لائن 1099 لمبر فوري رابطه وكړې شي۔ دغسې د خپلو ملګرو او خپلوانو دې خيال وساتلې شي په خاص توګه هغه كسان كوم چې كوم ډپرېشن ٬ اضطراب يا كوم رنځ سره مخ دي۔ ګائیډ لائن كښې وئيلې شوي دي چې د وائرس ځپليو په اړه دې ناسمې خبرې ونكړې شي٬ افواهګانې دې خپرې نه كړې شي او دوئي دې بدنامولې نه شي۔ دغسې كوم نسل ٬ قوميت يا مذهب دې وائرس سره منسلك نه كړې شي