اسلام آباد ۔ 7 اپریل (اے پی پی) وفاقی کابینې ته د وزیراعظم کورونا ریلیف ټائیګر فورس په اړه تازه راپور وړاندې كولو سره وئيلي شوي په فورس كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 8 لكه ته رسېدلې ۔ وزيراعظم په راپور د اطمينان څرګندونې سره كورونا ريليف ټائيګر فورس ته په صوبائي كچه په سمدستي توګه د متحرك كېدو امر كړے۔ د نهې په ورځ د كابينې غونډه كښې وزیراعظم د کورونا ریلیف ټائیګر فورس آپرېشنل چارو جاج واخست۔ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار د كابينې غړو ته د کورونا ریلیف ټائیګر فورس په اړه بريفنګ وركړو۔ د بریفنګ په مهال ده ووئيل د ټائیګر فورس لائیو اپ ډېټ د کووډ۔19 په سركاري وېب سائټ پبلك كړې شوې۔ ده ووئيل ټائیګر فورس كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 8 لكه ته نزدې شوې۔ په دوئي كښې زياتره زده كوؤنكي او سوشل وركرز دي۔ دې سره سره انجینئران، استاذان، وكيلان او كارپورېټ سېكټر سره تړلي وګړي هم ټائيګر فورس كښې شامل دي۔ ده ووئېل ډاكټران ، خبريالان ، سیاسی كارمندان او ریټائرډ آرمډ فورسز كسان هم د رجسټرېشن برخه دي۔ ده ووئيل پنجاب څخه د رجسټرډ ځوانانو شمېره 5 لکه څخه زياته ده۔ سندھ څخه 110 زره ٬خېبر پختونخوا څخه 102 زره ٬ اسلام آباد څخه 10 زره، بلوچستان څخه 9 زره او آزاد کشمیر څخه 8 زره ځوانان د فورس برخه ګرځېدلي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل ځوانان په دې سخت وخت كښې د قامي جذبې بشپړه څرګندونه كوي۔ ده امر وكړو چې ځوانان دې په صوبائي او ضلعي كچه زر تر زره متحرك كړې شي