اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی)نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) د کورونا وائرس په اړه تازه اپ ډېټ جاري كړې دي چې له مخې ئې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس اېكټو كېسونو شمېره 42 زره 742 او د مصدقه كېسونو شمېره 69 زره 496 ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 3039 نوې كېسونه راپور شوي دي۔ د 88 نورو كسانو حق رسېدو سره د كرونا دلاسه د مړو شويو مجموعي شمېره 1483 ته رسېدلې ده۔ د اېن سی او سی راپور له مخې تر دې دمه پنجاب كښې 25 زره 56 ٬ سندھ كښې 27 زره360 ٬ خېبر پختونخوا كښې 9 زره 540 ٬ اسلام آباد كښې 2428 ٬ بلوچستان كښې 4193، ګلګت بلتستان كښې 678 او آزاد کشمیر كښې 251 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د دې رنځ څخه تر دې دمه 25 زره 271 رنځوران صحتياب شوي هم دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د 88 نورو حق رسېدو سره په مجموعي توګه ددې وباﺀ له امله د مرګ خلې ته د تلې كسانو شمېره 1483 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د سندھ 465، پنجاب 475، کے پی کے 453، ګلګت بلتستان 11 ، آزاد جموں و کشمیر 6، اسلام آباد 27 او بلوچستان 46 كسان شامل دي۔ تر دې دمه د 5 لكه 47 زره 30 وګړو د كورونا وائرس ټېسټونه شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د 14 زره 972 وګړو ټېسټونه وكړې شول۔ د هېواد په 727 روغتونونو كښې 4480 رنځوران درملنو ته بستر دي كومو كښې چې د 723 حالت اندېښمن ښودلې شي